Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۸۸ کسان فارغ شول

IMG-20250630-WA0044

د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د لمريزې برښنا په برابرولو او د موبایل ترميم برخه کې ۸۸ کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

د خوست ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياد شمېر ځوانانو ته شپږ میاشتنی حرفوي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې د خوست د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي اميرصاحب جان حقاني له قوله ويل شوي چې ځوانان د هېواد پانګه ده او په وینا یې، هڅه کوي چې ځوانانو ته حرفوي زده‌کړو پرګرام به لاپياوړی کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ټينګار وکړ چې ياد بهیر اوس په مرکز کې فعال دی او هڅه کوي چې ولسواليو ته یې، هم وغځوي. حقاني له زده‌کوونکو وغوښتل چې دغه زده‌کړې «ستاسو سره امانت دي، نو په‌کار ده چې سالمه ګټه ترې پورته کړئ.»

خبرپاڼه کې بهر ته په تلونکو او وزګاره ځوانانو هم غږ شوی چې بايد ورته کسبونه او حرفې زده‌‌کړي، څو په ناسمو لارو بهر ته له تګ او نورو ستونزو خوندي شي.

د‌ يادونې وړ ده چې په ياد‌ حرفوي مرکز کې په سلګونه ځوانان اوس هم په بېلابېلو برخو کې پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام