د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې ویلي چې د تېرکال پرمهال په افغانستان کې له جګړو پاتې مهماتو څخه ۱۹۳ پېښې ثبت شوي دي.
د دې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، نن (چهارشنبه، د سلواغې ۱۵مه) رسنیو ته وویل چې د تېرکال په ترڅ کې د پاتې مهماتو د چاودنو له امله ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د دغو پېښو ۶۷.۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.
حماد زیاته کړه چې په تېرکال کې ۵۸ کیلومتره مربع ماینککړه ځمکه پاکه شوې، ۲۴زره او ۷۲۰ بېلابېل ماینونه او ناچاودي مهمات شنډ شوي او له دوو میلیونو او ۱۲۶زرو څخه زیاتو کسانو ته د دغو موادو د خطرونو او د مخنیوي د لارو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو ډېرې ځمکې یې لاهم په ماینونو او جګړهییزو چاودېدونکو توکو ککړې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، څه باندې ۱۰۶زره کیلومتره مربع ځمکه لاهم له ماینونو او پاتې مهماتو پاکه نهده.
د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پرون اعلان کړی چې افغانستان د نړۍ درېیم هېواد دی چې د جګړو د پاتې مهماتو له امله تر ټولو ډېرې مرګژوبلې پکې ثبت شوې دي.
د ملي چمتووالي ادارې د شمېرو له مخې، دامهال په افغانستان کې ۱۵۵ د ماینپاکۍ ډلې فعالیت کوي.