Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې په ۸۵۲زره ډالرو د پنجاو کانال ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

IMG-20250112-WA0062

کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یو‌اېن‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ جوړ شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار طبیعي سرچینو امریت انجینیر نورمحمد همکار وايي: «دا کانال څلور کیلومتره اوږدوالی، څلورمتره پراخوالی او ۱.۷ متره لوړوالی لري. د دغه کانال جوړېدو پرمهال ۴۰ کسانو ته په مسلکي او ۲۶۰ کسانو ته په غیرمسلکي برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.»

د دې کانال په جوړېدو سره د شاولي‌کوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.

د یادې سیمې یوه محمدرضا وویل: «دا کانال زموږ لپاره د کرنیزو ستونزو د حل لپاره یوه لویه لاسته‌راوړنه ده. اوس به زموږ د فصلونو تولیدات لوړ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کندهار کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کانال د ۷۷۰۰ هکټاره ځمکې خړوبولو زمینه برابره کړې او د یاد ولایت د کرنیزسکټور په پرمختګ کې حیاتي رول لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام