Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۸۵ تولیدي شرکتونه په فعالیت پيل کوي

b437f936-4f03-4190-8737-57fc1619b183

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وايي چې د محمداغې ولسوالي په صنعتي پارک کې ۸۵ تولیدي او صنعتي شرکتونه خپل فعالیتونه پيلوي او د دغو شرکتونو د فعالیت په موخه تازه ۵۰۰ جریبه ځمکه هم ورته وېشل شوې ده.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس، مولوي شبیراحمد صدیقي، سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ځمکه د تولیدي شرکتونو د بنسټیزو فابریکو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د نوموړي په وینا، د یادو کارخونو له فعالېدو سره به سلګونه وزګارو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې په صنعتي پارک کې ۱۰۰۰ جریبه نوره ځمکه هم د وېش لپاره چمتو شوې او ډېر ژر به په سوداګرو او صنعت‌کارانو ووېشل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


صدیقي همدارنګه وویل چې د محمداغې صنعتي پارک به نه یوازې د لوګر د اقتصادي ودې او پیاوړتیا سبب شي، بلکې د زرګونه کسانو لپاره به د دوامدار کار او عاید زمینه هم رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولانو د محمداغې ولسوالي د صنعتي پارک له چارو لیدنه هم کړې او د پرمختیایي فعالیتونو بهیر یې له نږدې څارلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولینو ټینګار وکړ، چې هڅه کوي لوګر په یو صنعتي، ځان‌بسا او پرمختللي ولایت بدل کړي او په همدې موخه به له صنعتکارانو سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام