Asset 1SWN

غزه کې په یوه ورځ ۸۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله په یوه ورځ ۸۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت په وینا، په دې کسانو کې ۵۸ هغه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي چې د مرستو وېش مرکزونو مخې‌ته ورټول شوي وو.

همداراز دغه زیاته کړې چې غزه کې اته نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د نن ورځ په پیل سره د غزې په بېلابېلو سیمو کې بریدونه شوي چې یوشمېر کسانو په‌کې ژوند بایللی او ټپیان شوي دي.

غزه کې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۶۱زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۵۱زره نور ټپیان شوي دي.

همداراز غزه کې د لوږې پراخېدو په اړه یو ځل بیا خبرداري ورکړل شوي او مېشت بنسټونو د مرستو لېږد بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام