Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې ۸۱۶ راستنو شويو کورنيو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته شوې

پکتیا

د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې رياست مسوولان وايي چې نن دوشنبه په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې يې تازه راستنو شويو ۸۱۶ کورنيو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته کړې ده.

د پکتيا پېښو پر وړاندې مبارزې رییس مولوي نثاراحمد نجات وايي چې يادې کورنی تازه هېواد ته راستنې شوې وې چې ورسر د خوراکي توکو ترڅنګ کمپلو او ځينو سره يې د  خېمو مرسته شوې.

هغه وويل پکتيا ته په زياته اندازه کورنۍ راستنې شوي چې د ژمي په رارسېدو له ستونزو سره مخ دي. هغه له نړيوالو بنسټونو او موسسو غوښتنه وکړه چې د راستنو شويو سره دې اړينې مرستې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نجات وويل چې دغه مرستې هم د ولايت مقام، طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې او کليو او پراختيا رياستونو په ګډه چمتو کړې وې.

هغه ژمنه وکړه چې د راستنو شويو سره به نورې ژمنۍ او اړينې مرستې هم وکړي. تازه راستون شوی پاينده خان وايي چې ژمي په رسېدو نه د سون توکي لري او نه هم د خوراک لپاره کافي مواد لري.

هغه غوښتنه وکړه چې د نورو مرستو ترڅنګ دې لومړی ورته د سرپناه برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام