Asset 1SWN

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له‌لارې ۸۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

انتقالات

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، تېره اونۍ د اسد مياشتي له ۲۴مې تر ۳۰مې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره او ۲۵۲ مټریک ټنه انتقالات شوي.

هغه نن (دوشنبه، سنبله ۳) وویل، دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او هرات-خواف اوسپنې پټلیو له لارې شوې.

د انتقالاتو له ډلې ۱۲۹ ټنه صادرات شوي چې معدني ډبرې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ټولګټو وزارت ویلي چې هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام