Asset 1SWN

خوست کې د ۸۰۰ بېوزله ناروغانو وړیا درملنه کیږي

خوست وړیا درملنه

خوست کې د «ايوبي الشفا» په نوم يو خصوصي روغتون نن (یکشنبه، جوزا ۱۱) د لوی اختر په رانژدې کېدو سره د غريبو او بېوزله ناروغانو د وړيا درملنې لپاره څلور ورځنی روغتیايي کمپ پرانیست.

د روغتون مسوولانو په خبره، یاد روغتيايي کمپ کې به د مرکز او ولسواليو شاوخوا ۸۰۰ بېوزله ناروغان په وړیا ډول درملنه وشي.

د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر محمداکبر ځاځي وویل:

«په دې وړيا روغتيايي کمپ کې د ناروغانو کتنه، ټول لابراتواري معاينات، د ښو او معياري کمپنيو درمل ورکول کيږي. زموږ دا نهم پړاو وړيا کمپ دی، چې پخوا په څلورو ولسواليو کې ترسره شوی او د همدې په ګډون پنځم ځل یې دلته روغتون کې ترسره کيږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وويل، د خصوصي سکتور له لوري د روغتيا په برخه کې دا ډول وړيا کمپونو جوړول به د بهرنيو مرستو په بندېدو سره رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

بل لور ته یوشمېر ناروغان او ناروغ‌لرونکي خوښ دي چې په اوسنيو بدو اقتصادي حالاتو کې د بېوزله خلکو وړیا درملنه کېږي.

يو ناروغ محمدزمان وویل، زیاتره خلک د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره پيسې نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام