د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ښار په پلچرخي کې د «اغوش» په نوم کمپ کې ۸۰۰ روږدي کسان له نشې روغ او بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د کار مرستيال، محمد زاهد احمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې یادو کسانو د څلورو مياشتو په موده کې په پنځو برخو کې مسلکي زدهکړې کړې دي.
د نوموړي په وینا، هر کس ته له ۲۰ تر ۶۵زره افغانیو په ارزښت کاري وسایل هم ورکړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا يوشمېر هغه کسان چې د څلور مياشتني مسلکي روزنيز پروګرام څخه فارغ شوي، له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، په تېرو څو کلونو کې نږدې ۹زره له نشې بېرته روغ شویو کسانو ته مسلکي زدهکړې برابرې شوې دي.