د کندهار په تختهپل ولسوالي کې په ۸۰۰زره افغانیو د اوبو زېرمه کولو لپاره «حوضونه» جوړېږي.
یاد حوضونه د کندهار کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکاري د تختهپل ولسوالي د څادرګه او تنګي سیمو کې د اوبو ذخیرهکولو دوه حوضونه جوړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادو حوضونو په جوړېدو سره به د کرنیزو او څارویو د اوبو ستونزه تر ډېره هواره شي.
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي چې دغه حوضونه به د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت په پایښتلرونکي او تخنیکي توګه جوړ شي.
د یادو حوضونو اوږدوالی ۴۰ متره، پلنوالی ۳۰ متره او لوړوالی یې ۱.۵ متره ښودل شوی دی. د دې چارو عملي کار به د روانې اوونۍ پرمهال پیل او په یوه میاشت کې به بشپړې شي.
د ودانیزو چارو پرمهال به پنځه مسلکي او ۵۵ غیرمسلکي کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي. د دې حوضونو جوړېدو سره به د تختهپل ولسوالۍ د کرنیزو ځمکو او څارویو د اوبو ستونزه هواره شي.
بلخوا بزګران او مالداران د دې پروژې هرکلی کوي او د کرنې ریاست له دې نوښت څخه خوښي څرګندوي، خو غوښتنه کوي چې ورته نورې پروژې دې هم زیاتې شي.