د کلمبیا چارواکي وايي چې د یاد هېواد په شمال کې د یاغي ازاد ملي پوځ او یوې بلې ډلې ترمنځ د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته د نښتو پرمهال ۸۰ کسان وژل شوي دي.
یادې ډلې په شمالختیځ «کاټاټمبو ایالت» کې پر خپلې یوې سیالې ډلې برید کړی چې له امله دې سیمه کې د تېرو درېوو ورځو راهیسې ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پېښه کې هغه کسان هم وژل شوي چې د یادو ډلو ترمنځ یې، د سولې خبرې پرمخ وړې. د ملکیانو ترڅنګ د کلمبیا پوځ ته هم مرګژوبله اوښتې.
د نښتو له امله زرګونه کسانو سیمې پرېښې او یوشمېر نور بیا د خونديتوب لپاره نږدې غرونو ته پورته شوي او د مرستو په تمه دي.
د یادې سیمې والي ویلیام وېلامېزر وايي چې سلګونه کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د یادو تاوتریخوالو له کبله، بېځایه شوي دي.
هغه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې. د کلمبیا پوځ بیا سیمې ته ۵۰۰۰ سرتېري لېږلي، څو وضعیت کابو کړي.
د کلمبیا په شمال کې بېلابېلې وسلهوالې ډلې وخت ناوخت پر یوه بل پراخ بریدونه کوي چې پهکې ملکیانو ته هم زیانونه اوړي.
یادې ډلې د نشهيي توکو کاروبار کوي او تر ډېره یې، جګړه هم د نشهيي توکو قاچاق او کاروبار وي.