Asset 1SWN

روسیه کې ۸.۸ درجې زلزله؛ د سونامي خبرداری ورکړل شوی

AP25211133427846-1753850003

د روسیې په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزلې وروسته د ارام سمندر شاوخوا یوشمېر هېوادونو کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

دغه زلزله چې د روسیې کامچاتکا ټاپو ته نږدې شوې، له امله د سمندر څپې څلور مترو ته لوړې شوي او د ارام سمندر شاوخوا سیمو د تخلیې خبرداری ورکړل شوی.

روسیې، جاپان، هاوايي او د امریکا لوېدیځ سواحل لا له وړاندې تخلیه شوې دي. د روسیې په کامچاتکا کې یوشمېر ودانۍ ویجاړې شوي او د څو کسانو د ټپي‌کېدو خبر ورکړل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


جاپان کې هم ساحلي سیمې تخلیه، د کارخونو فعالیتونه ځنډول شوي او کښتۍ هم له سواحلو ایستل شوي دي.

په ورته مهال د سونامي خبرداري سره هم‌مهاله په هاوايي او لاسکا کې هم تدابیر نیول شوي او خلکو لوړو سیمو ته لېږدول شوي دي.

روسیه وايي چې له ۱۹۵۲کال راهیسې په لومړي ځل دې سیمه کې دومره زوروره زلزله شوې، خو په وینا یې، د زلزلې د مرکز ځانګړتیاوو له کبله یې، ویجاړ کم دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام