د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسوولان وایي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال ۷۷زره او ۲۹ متریک ټُنه توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د دې وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس، نن (سهشنبه، د چنګاښ ۲۴مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا انتقالات د چنګاښ له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې ترمنځ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له حیرتان بندر څخه ۵۸زره او ۸۵۰ ټنه، له اقینې بندر څخه ۶زره او ۷۴۵ ټنه، له تورغونډۍ بندر څخه ۵زره او ۴۳۸ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۵زره او ۹۹۶ ټنه توکي انتقال شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه موده کې ۴۶۴ ټنه توکي د اورګاډي له لارې صادر شوي هم دي چې یوه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د اورګاډي له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی، د کاری فرصتونو رامنځتهکېدو، د ملي عوایدو لوړوالي، اقتصادي ثبات، پراختیا او ځانبسیاینې لامل کېږي.
دغه وزارت ویاند همداراز وايي، هڅه کوي چې د اوسپنې پټلۍ زیربناوې پراخې کړي، د انتقالاتو بهیر اسانه کړي او سوداګرو ته لا ښه خدمتونه برابر کړي، څو دا لارې دوامداره، چټکې او اغېزمنې شي.