د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو پرمهال د ترافیکي پېښو له امله ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ امنیه قومنداني نن سهشنبه (تلې ۲۲مه) اعلان کړی چې دا کسان د ۱۵۵ ترافیکي پېښو په پایله کې، د مزارشریف ښار په مرکز او د دې ولایت پر لویو لارو کې مړه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې لږترلږه ۱۰۸ نور کسان بیا ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي زیاتوي چې د مړو شویو کسانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بلخ پولیس د دغو پېښو اصلي لاملونه د موټرو ګړندی تګ، د موټرچلونې د اصولو نهرعایت، او بېاحتیاطي یادوي او له موټرچلونکو غواړي چې د ترافیک اصولو ته جدي پاملرنه وکړي، څو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي.