د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه په ټولییزه توګه ۷۵ ټُنه هوږه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادره شوې ده.
د مسوولانو په وینا، دا صادرات د کندهار کرنې ریاست او سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي.
د کرنې ریاست ویاند انجینر محمدحنیف حقمل وايي: «دغه هوږه د کندهار د دامان، ژړۍ، میوند، ډنډ، بولدک، شاولیکوټ او یوشمېر نورو ولسوالیو څخه راټول شوې وه او د ایران د چابهار بندر په واسطه هند ته صادره شوه.»
هغه زیاتوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو خرابوالي له امله د واګه بندر د سوداګرۍ دروازه تړل شوې، خو اوس د کندهار له لارې د کرنیزو محصولاتو صادرات بېرته فعال شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د زابل د تازه مېوې یو سوداګر شیرجان وايي: «دا تازه مېوې د تجار او افغان صادراتو لپاره یو لوی فرصت او ښه پیل دی.»
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار ولایت مقام، کرنې ریاست، سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو په ګډو هڅو د کندهار له لارې ۱۲۵ ټنه مڼې د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادرې شوې وې.
کندهار د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې د هوږې، انارو، انګورو او نورو تازه مېوو د تولید لپاره ځانګړې شهرت لري.