غزه کې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۴ فلسطینیان وژل شوي چې په کې ۳۶ هغه کسان هم شامل دي چې د بشري مرستو په لټه کې وو.
د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر مالوماتو له مخې، اسراییل هره ورځ غزې ته د مرستو یوازې ۸۶ لاریو ته اجازه ورکوي چې دا شمېره د هغو لږ تر لږه ۶۰۰ لاریو یوازې ۱۴ سلنه ده چې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ ورته اړتیا ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د حماس لوړپوړي غړي اسامه حمدان د اسراییل کلابندۍ او بریدونو پر وړاندې له نړیوالې ټولنې د سمدلاسي اقدام غوښتنه کړې ده.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلي ځواکونو بریدونو او جګړه کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۹۳۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۵۰ زره ډېر ټپیان شوي دي.