Asset 1SWN

غزه کې ۷۱ فلسطینیان د مرستو ترلاسه کولو پرمهال وژل شوي

غزه لوږه وژل

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، اسراییلي ځواکونو یوازې تېره ورځ ۷۱ فلسطینیان د بشري مرستو ترلاسه‌کولو پرمهال وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان کړي.

د راپورونو پر اساس، تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې د اسراییلي ځواکونو لخوا د مرستو په لټه کې له ۱۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي.

راپورونو کې ویل شوي چې د غزې روغتونونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله هم د ۷ نورو کسانو مړینې ثبت شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا داسې مهال دی چې غزه کې مرستندویه ادارې او روغتیايي چارواکي د لوږې د زیاتېدو خبرداری ورکوي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، هلته ۱۵۴ کسان چې ۸۹ ماشومان هم پکې شامل دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان غزه کې وضعیت مرګونی او وحشتناکه بللی او هرڅه ژر یې د اوربند د ټینګښت او د اسراییل له لوري د غزې د محاصرې پایته رسولو غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام