د زابل د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولان وایي، له دغه ولایت څخه ۷۰۰ ټنه کشته ترکيې ته صادر شوې او د نورو وچو مېوو بستهبندي روانه ده.
د زابل د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد نذیر حمزه وویل، دغه ولایت کې د بېلا بېلو وچو مېوو ټولول لړۍ روانه ده او د واګه بندر له تړل کېدو وروسته هڅه کوي چې دغه میوې چين، ترکيې، قزاقستان او ازبیکستان ته ولېږل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، بادام، کشته، انځر او ممیز د زابل مشهورې وچې مېوې دي چې وړاندې به په زياته اندازه پاکستان او هند ته صادرېدلې، خو د واګه بند تړل کېدو او د پاکستان د لوړو تعرفو له امله دغو هېوادونو ته د زابل د وچې مېوې صادرات کم شوي.
ورته وخت کې زابل کې یو شمېر بڼوال او د وچې مېوې سوداګر د دغه ولایت سږني حاصلات د کېفيت له پلوه ښه بولي، خو بهرنیو بازارونو ته د وچې مېوې د لېږد په برخه کې د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه کوي.