د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري نن سهشنبه (د وږي ۱۱مه) د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، ۷۰ کسان د کمپیوټر او انټرنټ له برخو فارغ شول.
د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عتیقالله فیضاني وویل چې ټکنالوژي او کمپیوټر د معاصرې نړۍ له مهمو اړتیاوو څخه دي او زدهکړه یې د ټولنې د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم رول لري.
د هغه په خبره، دا د یاد مرکز نهم فراغت دی چې پکې لسګونه زدهکوونکي د کمپیوټر او انټرنټ په مهارتونو سمبال شوي دي.
د پروان والي محمد ادریس انوري بیا په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې نننۍ نړۍ کې پرمختګ او تمدن د هغو خلکو په لاس کې دی چې ټکنالوژي او انټرنټ ته لاسرسی لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې اړتیا ده د دې علم د اهمیت له مخې، د زدهکړو ورته پروګرامونه زیات شي، څو ځوانان له عصري علومو سره بلد شي.
انوري همدارنګه فارغانو ته سپارښتنه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د مثبت فکر، لوی اند، ژمنتیا او یووالي سره له ټکنالوژۍ څخه سالمه او اغېزمنه ګټه پورته کړي.