د هلمند لښکرګاه ښار کې د ۳۶ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لښکرګاه ښاروالۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مدیر محمد طاهر ابشار وویل، دا پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ښار په لومړۍ، درېیمې، څلورمې، پنځمې او اتمې ناحیو کې تطبیق شوي.
دغو پروژو کې د پليلارو، عمومي سړکونو، ګلدانونو او پلچکونو جوړول او د ښار بېلابېلو برخو کې د سړکونو داغګیري شاملیږي.
نوموړي وویل، تازه یې لښکرګاه ښار ته د پاکو اوبو رسولو د یوې پروژې چارې هم پیل کړي.
«لښکرګاه ښار ته له هلمند سیند څخه د پاکو اوبو رسولو لپاره د ۷۲۰ مترو کانکریټي کانال جوړولو پروژې چې ۸ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، چارې یې تازه پیل شوي.»
هغه وویل، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار ګڼو سیمو ته پاکې اوبه روسیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د هلمند والي مولوي امانالدین منصور وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې د ابادۍ، بیارغونې او پرمختګ مسوولیت ور لهغاړې دی او هڅه کوي چې د خلکو د هوساینې لپاره عملي او دوامدار کارونه ترسره کړي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکو او په یادو پروژو کې بوخت کاریګرو د ښاروالۍ له لوري د ترسره شویو کارونو هرکلی وکړ.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي شاولي وویل: «دا ډول پروژې نه یوازې د ښار بڼه بدلوي، بلکې زموږ ورځنی ژوند هم اسانه کوي، موږ له مسوولانو غواړو چې د ښار د نظم او پراختیا لپاره خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.»
همداراز د بشپړو شویو پروژو کاریګر شراف الدین وویل: «د دغو پروژو له برکته موږ ته د کار زمینه برابره شوې، که دا لړۍ دوام وکړي، زموږ د کورنیو اقتصادي ستونزې به هم تر ډېره حل شي.»
د لښکرګاه ښاروالۍ چارواکي همدارنګه وايي چې د ښاري پراختیا، بنسټیزو خدمتونو او کاري فرصتونو د پراخېدو لپاره به په راتلونکې کې هم ورته انکشافي پروژې پلي شي، څو لښکرګاه د یو منظم او پرمختللي ښار په توګه لاپرمختګ وکړي.