Asset 1SWN

غزه کې ۷ اسراییلي سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي

اسراییلي سرتیري وژل

د غزې په خان یونس سیمه کې د یوې چاودنې پرمهال د اسراییلو اووه سرتېري وژل شوي دي.

د اسراییل ټایمز خبري رسنۍ نن چهارشنبه، جون ۲۵مه، راپور ورکړی چې دغه سرتېري مهال وژل شوي چې یوه کس د دوی موټر ته چاودېدونکي توکي وروغورځول.

په راپور کې ویل شوي چې یوه فلسطیني وګړي، خان یونس کې د یادو سرتېرو زرهي «پوما» موټر ته چاودېدونکي توکي ورواچول چې له امله یې، موټر کې اورلګېدنه رامنځته شوه او موټر کې سپاره اووه سرتېري وسوځېدل.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپور پر بنسټ، چاودېدونکي توکي په موټر کې دننه د اورلګېدنې د رامنځته‌کېدو لامل شوي او سرتېرو ونشوای کړی چې له موټر ووځي.

بل‌خوا د قدس خبریزه شبکه بیا وايي چې یاد موټر وروسته د یوه بلدوزر په مرسته له غزې داسې حال کې وېستل شوی چې اور په‌کې بل و.

بل‌خوا په خان یونس کې په ورته یوه بله پېښه کې دوه اسراییلي سرتېري ټپیان شوي دي. د اسراییل ټایمز د خبر له مخې، دغه سرتېري د راکېټ برید کې ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام