د کاناډا په وانکوور کې د خلکو پر ګڼېګوڼې د موټر وروستلو له کبله تر دې مهاله اووه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
دغه مرګژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې په وانکوور کې د «لاپولاپو» په نوم فسټیوال کې پر راټولو شویو خلکو یوه موټرچلوونکي خپل موټرو وخېژاوه.
لاپو لاپو مراسم په کاناډا کې د فلیپیني ټولنو له لوري جوړېږي. لاپولاپو په فلیپین کې د ۱۶مې پېړۍ د استعمار ضد مبارزه څېر ده او دغه فسټوال، هر کال د نوموړي په ویاړ او درناوي په موخه جوړېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ونکوور پولیس وايي چې پېښه کې یوشمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي، خو د کره شمېر په اړه یې، څه نهوايي.
دې مراسمو ته زرګونه کسان ورغلي وو. بلخوا یوشمېر نړیوالو رسنیو بیا له خپلو سرچینو راپور ورکړی چې دې برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
سیمې ته پولیس او مرستندویه پرسونل رسېدلی او د کاناډا یوشمېر چارواکو پر ټولنیزو رسنیو دغه برید غندلی دی.