د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د یاد ولایت له کانونو څخه ایستل شوي ۶زره او ۴۸۵ قیراط زمرد (نن سهشنبه،د وږي ۱۱مه) د ازادې داوطلبۍ له لارې په ټولیزه توګه په ۱۰۷زره او ۵۵۹ امریکایي ډالرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون سلاموطندار ته وویل چې دغه داوطلبۍ د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د ځوانو پانګهوالو او په ځانګړي ډول د پنجشېر ځايي سوداګرو په ګډون، په شفافه او ښه چاپېریال کې ترسره شوه.
د نوموړي په وینا، وړاندې شوي زمرد د کریت په بڼه او د کانونو د څارنې د استازو په حضور کې سوداګرو ته د پلور لپاره وړاندې شول چې د هېواد له بیلابیلو ولایتونو یې په دې بولۍ کې ګډون کړی وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده دې وي چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د پنجشېر د کانونو د مدیریت او استخراج چارې د زورواکو له انحصاره خلاصې شوې او اوس د سیمې خلکو، په ځانګړي ډول ځوانانو ته، د حلال رزق او پراخ کاري زمینه برابره شوې ده.