د میدانوردګ امنیتي مسوولان وايي، سیدآباد او دايميردادو ولسوالیو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله د يوه ماشوم په ګډون شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میدانوردګ د امنیې قومنداني ویاند محمد یوسف اسرار نن (چهارشنبه، قوس ۱۹) وویل، لومړۍ پېښه د سیدآباد ولسوالۍ د شنیزدرې په «سلطانخېلو» سیمه کې د سراچې او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله شوې چې پایله کې یې يو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی وایي، دوهمه پېښه د دايميرداد ولسوالۍ «فکرو» سیمه کې هغه مهال شوې چې يو ټونس موټر له موټرسیکل سره وجنګېد او يو کس په کې ټپي شو.
اسرار زیاتوي، ټپيان د امنيتي ځواکونو او ځایي اوسېدونکو په مرسته نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د دواړو پېښو لاملونه د چلوونکو تېز سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعات بلل شوي دي.