خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو چاودنو پر مهال ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې لومړۍ چاودنه تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په «ټانک» سیمه کې هغه مهال وشوه کله چې د پولیسو د ګزمې موټر تېرېده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پېښه کې ۶ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
راپورونو کې ویل شوي چې دویمه چاودنه «لکيمروت» سیمه کې شوې چې پایله کې یې ۳ پولیس ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.