Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې ۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شول

IMG-20260111-WA0009

د خوست ولایت مقام نن یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ولایت کې ۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مخابراتي سايټونه په مرکز او ګربز، علیشیر او تریزیو، اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې جوړ شوي.

د يادو مخابراتي سايټونو په فعاليدو سره به د یادو سيمو خلک چې پخوا يې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌درلود، په اسانی وکولی شي خپلې ورځنۍ چارې مخ ته يوسي.

خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د هغو ټولو سیمو لپاره د نويو مخابراتي سایټونو د نصب چارې روانې دي چې تر دې وړاندې یې خلک له مخابراتي اسانتیاوو بې‌برخې وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام