Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د لېټر کموالي له امله ۶ د تېلو پمپونه وتړل شول

تېلو پمپ

د هلمند موسی‌کلا ولسوالۍ کې د دولتي ادارو د ګډ پلاوي د څارنې په پایله کې شپږ د تېلو پمپونه د لېټر کموالي او سرغړونو له امله تړل شوي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي، یاد پلاوي موسی‌کلا ولسوالۍ کې ۱۰۰ د تېلو پمپونه وارزول چې ۶ یې د ټاکل شوي معیار خلاف تېل پلورل.

نوموړي وویل، د نظارت موخه د خلکو له حقونو ساتنه او د سوداګرو د سرغړونو مخنیوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، د تېلو پمپونو مسوولانو ته اړینې سپارښتنې وشوې، څو راتلونکې کې له سرغړونو ډډه وکړه.

دا داسې مهال دی چې دې وروستیو کې د هلمند یو شمېر ولسوالیو کې د تېلو د بیو، کیفیت او لېټر د کموالي په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي وو.

د ځایي ادارو له لوري دا ډول څارنې د دې لپاره ترسره کېږي، څو په بازار کې شفافیت رامنځته شي، د ناقانونه کړنو مخه ونیول شي او پر سوداګرو د قوانینو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام