د سیاحتي او زیارتي شرکتونو اتحادیې مشر ګلاب سلطانزوی وویل، تېر کال شاوخوا ۵۷ زره افغانانو د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
هغه د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له مسوولانو وغوښتل چې هېوادوالو ته باکیفیته معیاري خدمات وړاندې کړي.
ورته وخت کې د عدلیې وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د ثور ۲۴مه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د سیاحتي شرکتونو سرغړونې صفر ته رسېدلي.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رییس احمد ضیا خُبیب وویل، پخوا به سیاحتي او زیارتي شرکتونو پرلپسې سرغړونې کولې، خو د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو راهیسې دغه سرغړونې صفر ته رسېدلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده وویل: «هغه کسان چې عمرې ته ځي، باید په مناسک خبر وي او جده کې د حج ادا کوونکو لپاره اسانتیاوې نشته او هلته باید ستونزې حل شي. پخوا سیاحتي او زیارتي شرکتونو کې ډېرې ستونزې وې، د خلکو توکي ورک کېدل، اوس دغه سرغړونې صفر ته رسېدلي.»
ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان د ګرځندوی صنعت په پرمختګ ټینګار کوي او وايي، دغه صنعت هېواد کې د اقتصادي څرخ لامل شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال قدرت جمال وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.