د ۲۰۲۵ کال دریو میاشتو کې د پاکستان بریدونو کې ۵۴۷ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، د تېر ۲۰۲۵ کال وروستیو دریو میاشتو کې پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ۵۴۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
یوناما نن یکشنبه دلوې ۱۹ / فبروري ۸ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو ملکي تلفاتو لویه د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې چې اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي کچه لوړه شوې وه، رامنځ ته شوې.
د دغو نښتو په پایله کې ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۷ نور ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښتو کې د اوښتې ملکي مرګژوبلې کچه تېر ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو لوړه ده چې ۶۱۳ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
یوناما له ټولو لوریو غوښتي چې د ملکي وګړو او غیرنظامي تاسیساتو په نښه کولو څخه ډډه وکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما زیاته کړې چې دغه راپور یې د اسلامي امارت چارواکو او د پاکستان له حکومت سره هم شریک کړی دی.