Asset 1SWN

غزه کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۵۳ فلسطینیان وژل شوي

غزه بریدونه اسراییل

اسراییلي ځواکونو په غزه کې ۵۳ فلسطینیان وژلي او د درېیو هستوګنې برجونو په ګډون یې ۱۶ ودانۍ نړولي چې له امله یې زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي.

د راپورونو پر اساس، اسراییل د غزې شمالي سیمو نیولو او د خلکو د بېځایه کولو لپاره د عملیاتو لړۍ چټکه کړې.

د غزې روغتیایي مسوولانو همدارنګه ویلي چې دوه نور فلسطینیان بیا د خوارځواکۍ له امله مړه شوي چې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې د لوږې په دلیل د مړو شمیره ٤٢٢ ته رسیدلی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، رویټرز راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ تېره ورځ په داسې حال کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسراییل ته تللی، پر غزې بمبارۍ زیاتې کړي.

راپورونو کې ویل شوي چې مارکو روبیو د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په اړه د خبرو لپار اسراییل ته تللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام