Asset 1SWN

د هرات صنعتي ښارګوټي کې ۵ زره راستنېدونکو ته کار برابر شوی

هرات صنعتي ښارګوټی

د هرات د کانونو او صنایعو خونې مسوولان وايي، تردامهاله د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ۵ زره بیرته راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې.

د دغې خونې مشر ناصر امین وویل، د استخدام پروسه جریان لري او ټاکل شوې لومړۍ مرحله کې لس زره کډوال په کارخونو او تولني شرکتونو کې په کار وګمارل شي.

هغه ټینګار کوي چې د بیرته راستنېدونکو کډوالو له ظرفیتونو څخه د استفادې لپاره لا ډېر پروګرامونه ترلاس لاندې لري او راتلونکې کې به هم د دوی لپاره نور کاري فرصتونه رامنځ ته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې د هرات اسلام‌کلا پوله کې د کارموندنې کمیټې مسوول عبدالقیوم وثیق ویلي وو، له ایرانه ۵ زره او ۸۳ راستانه شوي افغانان یې د کار موندنې لپاره ثبت کړي، ترڅو کاري بنسټونو ته یې معرفي کړي.

هغه ټینګار کړی وو چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یاد کسان تر ارزولو وروسته، خصوصي شرکتونو، دولتي ادارو او د کار په برخه کې فعالو سازمانونو ته معرفي کوي.

دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هېواد ته ګڼ شمېر راستنېدونکو د کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کړی او ویلي، هېواد کې د کار ن‌شتوالي په دلیل اړ دي چې بیرته کډوالۍ ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام