Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا له څلور انسټیټیوټونو څخه ۵۰۰ کسان فارغ شول

20250929_114309

د پکتيا د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امريت اړوند له څلورو انسټيټيوتونو څخه نن دوشنبه ۵۰۰ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په يادو مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر رازمحمدحماس وويل چې يادو کسانو ته د ادارې او مديريت برخو کې دوه کلنې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

هغه دغه‌راز زياته کړه چې ياد کسان د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو له لوري دوی ته ورپيژندل شوي وو چې د یادو زده‌کړو په ترلاسه کولو سره به اړوند اداري چارې منظمې او ګړندۍ شي.

د حماس په خبره چې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټونو کې يې لازمې اسانتياوې برابرې کړي دي. په ورته مهال يوشمېر تازه فارغ شوي کسان هم د دوه کلنو زده‌کړو په ترلاسه کېدو خوښي څرګندوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یوه فارغ شوي عبدالله سلام‌وطندار ته وويل چې په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت ډېری غړو دا ډول زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود. هغه وويل چې اوس کولای شي په بېلابېلو ادارو کې دندې وکړي چې په دې سره به په ادارو کې مراجعينو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

هغه له حکومتي مسوولانو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې نورو ځوانانو ته هم دا ډول زده‌کړو زمينه برابره کړي.

يوه بل فارغ شوي محمدجميل وويل چې د يادو زده‌کړو په ترلاسه کېدو سره اوس د دې جوګه شوي چې په دولتي ادارو کې دندې وکړي. هغه هم وويل چې مسوولان دې دا ډول زده کړو ته له پاملرنه زياته کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امريت د مسوولانو په وينا، د زده‌کړو په جريان کې يې ټولو زده‌کوونکو ته د کمپيوټر ترڅنګ نورې اړينې اسانتياوې برابرې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام