هرات کې د یوه تولیدي شرکت مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره یې، له دغه ولایت څخه امریکا ته ۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر کړي دي.
د هرات د «صنایع غذایی طنین» شرکت مسوولان وايي چې په راتلونکي میاشت کې به یوشمېر نور توکي اروپایي هېوادونو ته ولېږدوي.
د یاد شرکت رییس، محمد بهبود قلعهنوي وایي چې د صادرات ټولیز ارزښت ۳۰زره ډالر اټکل شوی او ټول خام مواد یې له هرات څخه برابر شوي دي. د هغه په وینا، د محصولاتو کیفیت او د نړیوالو معیارونو پوره کول د دې لامل شوي چې د اروپایي بازارونو لېوالتیا زیاته شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، ټینګار کوي چې د داخلي تولیداتو ملاتړ، د صادراتو د پروسې اسانتیا او نړیوالو بازارونو ته د محصولاتو لېږد، د ولایت مقام مهمې کاري موخې دي.
بلخوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمدیونس قاضيزاده وایي چې د روان کال په لومړیو اته میاشتو کې د هرات صادرات ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تېرکال په پرتله درې برابره ډېرښت ښيي. د ده په وینا، د صنعت پراخېدل او د خصوصي سکتور هڅې د دې زیاتوالي مهم عوامل دي.
شرکت «صنایع غذایی طنین»، چې د سوسیج او کالباس په ګډون د خوراکي توکو په تولید کې فعالیت لري، اوس مهال ۸۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه هم برابره کړې ده.