د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په همکاري، په غزني کې ۳۰ ممیزخونې او ۲۰ سړېخونې د پیازو او کچالو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي.
دغه وزارت نن (شنبه، د لړم لسمه/د نومبر لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تاسیسات د لمر انرژۍ یا لمریزې برښنا پرمټ جوړ شوي دي. دا پروژې د غزني ښار تر څنګ د دهیک، اندړ، ناوه او مالستان ولسوالیو کې عملي شوې دي.
د غزني د کرنې ریاست مسوولان وايي، د دغو تاسیساتو جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو کچه راټیټول، د تولیداتو کیفیت ساتل او د کروندګرو عاید زیاتول دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې وزارت زیاتوي چې د افغانستان د خلکو د عاید لویه برخه له کرنې او باغدارۍ سره تړاو لري، خو لاهم په ډېرو ولایتونو کې د محصولاتو د ساتنې عصري تاسیسات نشته.
د یادو پروژو بشپړېدل د غزني د کروندګرو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې کولای شي د هغوی د عاید ثبات او د محصولاتو د بازارموندنې په ښهوالي کې مرسته وکړي.