غزه کې د اسراییلو د مرګونو بریدونو او کلابندۍ پرمهال څه باندې ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بریدونه له تېرې ورځې راهیسې د غزې پر بېلابېلو سیمو شوي چې د یادو قربانیانو سربېره، پهکې ګڼشمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د قربانیانو له ډلې، ۴۲ یې، د غزې د شمال په اړوند سیمو کې د بریدونو پرمهال وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.
د راپورونو له مخې، د غزې په داراج سیمه کې پر یوه کور د اسراییلو جېټالوتکو د بمبارۍ له امله نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د غزې په شمال د شاتي کډوالو کمپ کې بیا د برید له امله لږترلږه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
غزه له څو اوونیو راهیسې د کلابندۍ ترڅنګ د سختو نښتو او بریدونو شاهده ده چې د یاد ښار بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د خوړو، درملو، اوبو او نورو خدمتونو له نشتون سره مخ دي.
مرستندویه بنسټونو پر اسراییلو غږ کړی چې غزې ته د خوراکي او نورو توکو لېږد ته اجازه ورکړي.