د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې په لومړي ځل د محمداغې او ازرې ولسوالیو بېلابېلو سیمو زرګونه اوسېدونکي د سلام او اټوما مخابراتي شبکو له لارې د انټرنټ ۴جي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړ.
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطیعالله عابد وویل سلاموطندار ته وویل: «له دې وړاندې د محمداغې ولسوالي مغلخېلو سیمې، د ولسوالي مرکز او دغه راز د ازرې ولسوالي اوسېدونکو ۳جي انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی درلود چې د پلان مطابق دغه خدمات۴جي ته لوړ شول چې ورسره د دغه سیمو زرګونه اوسېدونکو له باکیفته او لوړ سرعت انټرنیټي خدماتو څخه برخمن شول.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې پر دغه سایټونو ټوټال شاوخوا ۱۵۰زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.
هېره دې نهوي چې تېره میاشت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د لوګر په مرکز او لروپرتو ولسوالیو کې به هېوادوالو ته د غوره ټیلیفوني او انټرنټې خدماتو رسولو په موخه ۴۲ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شي.