د هرات ځایي مسوولان وایي، د لومړي ځل لپاره په یوه شپه او ورځ کې د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۴۸۰۰ ټُنو زیات سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي چې د تخنیکي ارزونو له مخې، د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ میاشتنی د لېږد ظرفیت له ۱۲۰زره ټُنو څخه زیات او کلنی ظرفیت یې تر یو نیم میلیون ټُنو پورې رسېږي چې دا لاره کولی شي د سیمې له مهمو ترانزیتي مسیرونو څخه وګرځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، د دې اوسپنې پټلۍ بشپړ فعالېدل به افغانستان د سیمې او نړۍ له بازارونو سره ښه ونښلوي او د ملي اقتصاد په وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د ترانزیتي ارزښت په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ پروژه د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي چې افغانستان د هرات له لارې له ایران سره نښلوي او د سوداګریزو توکو، خامو موادو او کورنیو صادراتو د لېږد زمینه د سیمې او له سیمې هاخوا بازارونو ته برابروي.