Asset 1SWN

سلام وطندار

پر افغانستان د شوروي د یرغل ۴۶کاله؛ «مغرور ځواک دې د افغانانو پر ایمان شک ونه‌لري»

7449C4F5-7450-4C53-A30B-97D316D2D318_cx0_cy8_cw0_w1597_n_r1_s_s

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت حکومت وايي چې د نړۍ هېڅ مغرور ځواک دې د افغانستان د خلکو پر ایمان، ننګ او ارادې شک ونه‌لري.

نن د جدي یا مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له ۴۶مې کلیزې سره برابره ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د شوروي نږدې لس کلن اشغال افغانستان له هرې خوا زیانمن کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «همدا د دې ثبوت دی چې زموږ خلکو چې هر څومره مظلوم او بېچاره واقع شي، خو  د رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او له اشغال څخه د خپل وطن د خلاصولو او فتحه کې روڼ تاریخ لري چې په نږدې یوه پېړۍ کې د درېوو سترو قوتونو د اشغال څخه خلاصون فتحه او د هفو مفتضحانه ماتې دا ستره حقیقت روښانه کوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او پر خلکو یې غږ کړی چې د خپلواکۍ ساتنې لپاره تل چمتو واوسي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: «اسلامي امارت پر خلکو غږ کوي چې د خپلې خاورې، ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو اوسي او هېڅ اجازه ورنکړي چې د اسلامي نظام، عقیدې، وطن، ارزښتونو او خلکو پر وړاندې شومې دسبسې او ناسمي ارادي عملي کړي.»

پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸کال د جدي یا مرغومي په شپږمه نېټه پر افغانستان یرغل وکړ او د څه باندې نهو کلونو جګړو وروسته، له افغانستانه بېرته وتلو ته اړ شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام