Asset 1SWN

سلام وطندار

دریو میاشتو کې طبیعي او غیرطبیعي پېښو کې ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی

Locals find the body of a woman killed in a mudslide following heavy flooding in the Parwan province, north of Kabul, Afghanistan, Wednesday, Aug. 26, 2020. The flooding in northern Afghanistan killed and injured dozens of people officials said Wednesday. (AP Photo/Rahmat Gul)

د اسلامي امارت مسوولان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړیو دریو میاشتو حمل، ثور او جوزا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۶۱۹ نور ټپیان دي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) سلام‌وطندار ته وویل، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې د اوښتو ځاني زیانونو ترڅنګ، ۸ زره او ۳۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل چې دغې ادارې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ څه باندې ۶۵ زره او ۷۷۴ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلي.

د نوموړي په وینا، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې زیانمنو شویو کورنیو ته تر ۲۷۳ میلیون زیاتې افغانۍ وېشل شوي دي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف همدارنګه وویل چې په ټول هېواد کې اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو وېشلو لړۍ لاهم دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام