غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د نن ورځې پیل راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، جولای ۱۹مه راپور ورکړی چې په وژل شویو کې ۲۹ مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي.
د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکز مخېته هر روز لسګونه کسان د اسراییلو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په راپورکې ویل شوي چې شاوخوا ۱۰۰ کسان د یادو بریدونو له کبله ټپیان شوي هم دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې سره هممهاله پر غزې د اسراییلو روانو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۸زره کسانو خپل ژوند ژوند له لاسه ورکړی.
همداراز په دې موده کې له ۱۳۹زرو څخه ډېر کسان هم ټپیان شوي.
له دې سربېره د روانو جګړو او بریدونو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي او د غزې نږدې ټوله برخه وګړي، له پراخې لوږې او د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.