د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۰۳ افغانان د عراق او پاکستان زندانونو څخه خوشې شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، لیندۍ شپږمه/۲۷ نومبر) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د روانې اوونۍ په ترڅ کې له یادو دواړو هېوادونو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کندهار د کډوالو چارو ریاست په معلوماتو کې ویل شوي چې ۴۰۰ افغانان، چې دوه میاشتې د پاکستان په مختلفو زندانونو کې و، د سپینبولدک د سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نیمروز د کډوالو چارو ریاست ویلي چې درې افغانان چې پنځه تر اته میاشتو پورې په عراق کې زندانیان وو، د دې ولایت د سرحدي دروازې له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
وزارت زیاته کړې چې دغو کسانو ته په سرحدي سیمو کې لومړني بشري مرستې ورکړل شوې او بیا خپلو اصلي ښارونو ته انتقال شوي دي.
یاد وزارت همدارنګه ویلي چې تیره اوونۍ هم ۵۶۵ افغانان د پاکستان او عراق زندانونو څخه خوشې شوي وو.