Asset 1SWN

سلام وطندار

د پنجشېر ۴۰۰ ځوانان د اسلامي امارت په اردو کې جذب شول

IMG-20250927-WA0116

د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت ۴۰۰ ځوانان د اسلامي امارت د دفاع وزارت د منظورۍ پربنسټ، د اسلامي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند، سیف‌الدین لتون، نن شنبه د تلې پنځمه «سلام‌وطندار» ته وویل چې یاد ځوانان به د لومړنیو پړاونو په بشپړولو سره د پنجشیر د جلب او جذب قومندانۍ له‌خوا د پنځه میاشتنۍ نظامي روزنې لپاره د اسلامي اردو ښوونیز مرکز ته ولېږدول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لتون ټینګار وکړ چې دا ۴۰۰ ځوانان به د روزنیز پروګرام بشپړولو وروسته د دفاع وزارت په جزوتامونو کې دندې ترسره کړي.

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د مشر د هدایت او حکم پربنسټ، د دې ولایت ۱۵۰۰ څخه زیات ځوانان د اردو او پولیسو په لیکو کې جذب شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام