د پنجشېر ځايي مسوولان وایي چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ دغه ولایت کې د ۶۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن (چهارشنبه، سنبله ۲۶) سلاموطندار ته وویل، دغه پروژې په دره او پریان ولسوالیو کې تطبیق شوي.
هغه وویل، دغو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونو، کانکریټي او خامه سړکونو، استنادي دېوالونو، پیاده لارو او زینو جوړولو شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو پروژو په بشپړېدو سره د درې او پریان ولسوالیو اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاووې برابرې شوي.
د پنجشېر مسوولانو په وینا، دامهال هم دغه ولایت کې په شاوخوا ۲۰۰ پروژو کار روان دی چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.
ورته وخت کې د پنجشېر اوسېدونکي د دغو پروژو له بشپړېدو خوښ دي او نورو ولسوالیو کې هم د ورته پراختیايي پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.