Asset 1SWN

هند کې د اورښتونو له امله ۴۱ کسان مړه او ۷۰ ټپیان شوي

Landslide-Affected-Area-Kokkayar-Idukki-Dist-Kerala-by-NDRF-Arakkonam

د هند په سوېل کې د سختو اوروښتونو له امله د ځمک‌ښوویېدنې او سېلابونو راوتلو پرمهال تر دې مهاله ۴۱ کسان مړه او څه باندې ۷۰ نور ټپیان شوې دي.

سېلابونه او ځمک‌ښوویېدنه د یاد هېواد سوېلي ایالت کیرالا کې رامنځته شوي. چارواکو ویلي چې دې ایالت کې د یوه لوی پله د نړېدو له امله د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایالت د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د ځمک‌ښوویېدنې او سېلابونو له امله څه باندې ۷۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د دوی په وینا یې، ډېری کسان د چلیان سیند کې ډوب شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هند کېرالا ایالت تل د اورښتونو او سېلابونو له امله اغېزمن دی. دې ایالت کې د ۲۰۱۸کال پرمهال هم د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو چې پرمهال څه باندې ۴۰۰ کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام