د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د جغتو ولسوالي اړوند عمومي او فرعي سړک چې شاوخوا ۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د ولایتي ادارې له لوري بیارغول شوی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري سلاموطندار ته وویل، جغتو ولسوالي عمومي او فرعي سړکونه خام دي چې د وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ او د دغه ولایت د والي په امر د ټولګټو چارو ریاست له لوري بیاروغول شول.
سروري په وینا، د یادو سړکونو په بیارغاونه کې د سړک هوارول، کانالونو پاکول او همدارنګه جغل اچول شامل وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جغتو ولسوالي اوسېدونکې هم خوښ دي چې د ولایتي ادارې له لوري عمومي او فرعي سړکونه بیاورغول شول، خو ټینګار کوي چې دغه ولسوالي ته غځېدلی سړک دې په اساسي توګه پوخ شي.