د میدانوردګ امنیه قومنداني اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري شاوخوا ۴زره کېلوګرامه نیول شوي نشهیي توکي لهمنځه وړل شوي دي.
د دغه ولایت له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر سيدجان حاجي ملا خبریالانو ته وویل، په سوځل شویو توکو کې ۲.۵۳۷ کیلوګرامه شیشه، ۳۷.۱۶۵ کيلوګرامه چرس، یو کیلوګرام هيروين، ۱.۹۸۵ کیلوګرامه تریاک، ۳۰ کیلوګرامه ایف، ۲۶۰۱ کیلوګرامه د اومانو اوړه، ۱۰۶۵ کیلو ګرامه اومان، ۱۳۷۰ دانې تابلېت K او پاتې ترومادول ګولۍ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «دغه نشه يي توکو مو د مرکز په ګډون له یو شمېر ولسوالیو څخه د تېر شپږو مياشتو په اوږدو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نیول شوي او نن مو د یوه پلاوې په مخکې له مینځه یوړل.»
باید وویل شي چې په میدان وردګ ولایت کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست پولیسو په سیداباد، چک، بهسود او جلریز ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې زرګونه جریبه بنګ او کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.