د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د استوګنې د یوه کور د خونې چت نړېدلی چې له امله یې ځاني او مالي زيان اوښتی.
د کندهار له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ریاست نن شنبه دلوه ۱۱ / جنوري ۳۱ یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پېښه تېره شپه د دامان ولسوالۍ د «غیبيکلاچې» سیمه کې شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېښه کې يې ۴ کسانو ژوند بایللی دی.
د یادونې ده چې د وروستیو ورښتونو له امله نورو ولایتونو کې هم د ورته پېښو له امله ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.