د پروان ځايي مسوولان وايي، تېره ورځ مازیګر مهال د سویلي سالنګ «پُل خاکي» سیمه کې د باروړونکي هینو او پاسو موټر ترمنځ ټکر شوی چې ۴ کسان په کې مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د سالنګ ولسوال سیمعالله عمري د پېښې وژل شویو او ټپیانو په اړه ډېر جزییات نهورکوي، خو زیاتوي چې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پروان مسوولان د پېښې رامنځ ته کېدو لامل د باروړونکي هینو موټر تخنیکي ستونزه بولي.
هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلونکو بېاحتیاطۍ او تېز سرعت په دلیل رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي.