غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د نن سهشنبه، اګسټ ۱۳مې سهار راهیسې تر دې مهاله د اسراییلو په بریدونو کې ۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي چې لږترلږه ۱۹ کسان د مرستې غوښتلو پرمهال ویشتل شوي او وژل شوي دي.
په ورته مهال الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال غزه کې د بریدونو له امله ۱۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، په دې بریدونو ۴۳۷ نور کسان ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، په ورته وخت کې اته کسان چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي چې په وینا یې، د لوږې له امله د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر ۲۳۵ ته لوړ شوی دی.
په مړو شویو کې ۱۰۶ یې ماشومان دي.