Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د معلولانو او شهیدانو کورنیو ته ۳۸۰میلیونه افغانۍ ورکړل شوي

میدان‌‌وردګ- ولایت میدان- وردګ-وردک

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او  نهه ولسوالیو کې پر شاوخوا لس زره معلولانو او د شهیدانو پر کورنیو ۳۸۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي دي.

د دغه ولایت د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست ریيس مولوي نذیر ابومحمد میدانښار کې خبریالانو ته وویل، د ولایت په کچه یې لس زره معلولانو او د شهیدانو کورنیو سره د تېر یوه کال میاشتني حق شاوخوا ۳۸۰ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.

ده وویل، په یادو کورنیو کې ۳۲۵۱ د معلولانو کورنۍ، ۵۹۹۰  وفات شوي ملکي شهیدانو او پاتې یې د تېر نظام او اسلامي امارت د شهیدو شویو سرتېرو کورنۍ شاملې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ابومحمد وویل، په تېر یوه کال کې یې د بېلابېلو موسسو له لوري د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت له معلولانو او شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته هم کړې ده.

هېره دي نه وي چې له دې وړاندې د میدان‌وردګ په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې معلولانو او د شهیدانو کورنیو شکایت کړی وو چې دوی ته په خپل وخت میاشتنی حق نه ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام